انصار: (د لیندی ۴ مه)، د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد وايي چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځینه ډاکترانو شمېر کم دی.
ښاغلي عباد، چې اروزګان ولایت ته تللی و، په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځینه ډاکترانو شمېر لږ دی.
اروزګان، پکتیکا او زابل په ځانګړي ډول هغه ولایتونه دي چې د ښځینه ډاکترانو، نرسانو، او قابلو شمېر پکې په نشت حساب دی.
د عامې روغتیا وزیر، چې د نجونو د تعلیم پر ارزښت پوهیږي، همداراز وویل:«د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې د افغانستان د ښځینه ډاکترانو د کموالي ستونزه حل کړي او له همدې کبله یې ۲۰۰ ښځینه کارکوونکې د لوړتخصص پروګرام ته معرفي کړي دي.»
ده زیاته کړه:«اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې هم په افغانستان کې د نرسانو او قابلو د روزنې په برخه کې ډېر پروګرامونه اجرا کړي دي.»
ښاغلي قلندر په دې اړه څه ونه ویل چې که د نجونو ښوونځي بند وي نو څنګه به نور ښځینه روغتیايي کدرونه روزل کېږي.
د ډېرو نظرخاوندانو په باور طالبانو د نجونو د تعلیم په مخنیوي افغانستان ته داسې ګوزار ورکړی چې جبران یې ډیرو کلونو ته اړتیا لري.
د طالبانو اکثره غړي د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار پلویتوب کوي خو د دوی په منځ کې د دنیا له چارو یو شمېر بې خبره ملایان اجازه نه ورکوي چې نجونې تعلیم وکړي او افغانستان په پښو ودریږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28658